سیاسی کارپوهان د مکریسټل استعفا حیرانوونکی بولي
رحمت اله روان رحمت اله روان

دافغانستان په جنګ کې دستونزو په زیاتیدو یو شمیرامریکائی پوځي اوسیاسی چارواکي پخپل مینځ کې سره لاس او ګریوان شوی دي. په افغانستان کې د امریکائي عسکرو دقوماندان جنرال مک کریسټبل جنجالي څرګندونو دامریکا د ولسمشر باراک اوباما غوسه راپارولې ده .وروسته له هغه چي تیره اونۍ بارک اوباما په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو لوى قومندان جنرال مک کريسټال حکومت ته د سپکاوي په خاطر ليري کړ، په امريکايي مطبوعاتو کي دا پوښتني راولاړي سوي چي تر مک کريسټال وروسته به افغانستان ته کوم امريکايي چارواکى ليري کیدو نوبت وی
دې پوښتنو ته په جواب کي بیل بیل غبرګونونه ښودل کیږی، خو ويل کیږی چي د اوباما په اداره کي افغانستان ته د امريکا د سفير متقاعد جنرال ايکن بيري او د ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک پر لیری کیدو باندي هم غوراوباعثونه روان دئ،ځکه چی دغه دواړه دافغانستان دموجوده حکومت سره نیکی اړیکی نه لری او نه هم مشترک تفاهم  دنوموړی اداری سره ټینګولی.
مبصرين وايي دا چي ايکن بيري او ريچارډ هولبروک هم له مک کريسټال سره اختلافونه درلوده او د دې قضيې اړخونه دي، ولسمشر اوباما پر دې غور کوي چي له دوى څخه کوم يو دمخه ګوښه کړي

په کابل کې دامریکا دسفیر او دولسمشر د مرستیال په څیر د کسانوپه باب دجنرا ل سټنلې مک کریسټل له ملنډو ډکې لهجې اونیوکه کونکو خبروسربیره اوسنۍ کړکیچ دامریکادپوځي او سیاسی چارواکودترمینځ داختلافاتو دژورتیا ښودنه کوی . البته دغه اختلافات سابقه هم لري او د ویئتنام اوکوریادجنګ په څیر په جنګونوکې ئې هم ځان څرګند کړی ؤ په حقیقت کې کله چی دامریکا د جنګونو بهیردخرابیدو په لور ځي،نو سیاستوالان او پوځيان هڅه کوي یو بل د ناکامۍ اوماتې عامل معرفی کړي

د افغانستان د جنګ په باب هم پّه دغه هیواد کې دیره پوځیان په واشنګټن کې له ډیره سیاستوالانو سره د نظر اختلافات لري . د مثال په توګه جنرال مک کریسټل په افغانستان کې د امریکااو ناټوځواک د قوماندان په تو ګه له باراک اوباما غوښتي وو چې افغانستان ته د پنځوسو زرو نورو عسکرو له لیږلو سره د ې موافقه وکړي .خو د امریکا ولسمشر په ډيموکرا ټ ګوند کې دننه د جنګ ضد ډلو د فعالیت او دعمومي افکاروپه منفي غبرګونونو د اندیښنې په دلیل یوازې د دیرشو زرو عسکرو له لیږلو سره موافقه وکړه .همداراز وئیل کیږی چې د جنرال مک کریسټل او په کابل کې د امریکا د سفیر کارل ایکنبرې ترمینځ د افغانستان د موضوع د حل په باب د نظر اختلافات موجود ؤ حتی جنرال کریسټل ویلی چې دامریکا د ولسمشر په توګه له باراک اوباماما سره په لومړنۍ کتنې کې له هغه نا امیده شوی ؤ . دغه څرګندونې ښئ چۍ له موودو راهسې په افغانستان کې د امریکا لوړ پوړو پوځي چارواکو اوددغه هیواددسیاسی چارواکو ګډ ډریځ نه درلود. او له رولینګ سټون خپرونې سره د جنرال کریسټل وروستۍ مرکه هم د لورو ترمینځ دحساب کتاب کولو لپاره یو ه پلمه شمیرل کیږی.
په راتلونکي میاشتو کې په افغانستان او امریکا کې دوې اغیزشیندونکي پیښې رامینځته کیدونکي دي چې د سپینې ماڼۍ چارواکي له همدا اوسه هڅه کوي ځانونه ئې له منفي پایلو لیرې وساتي .ټاکل شوې ده سږ کال په اووړي کې په کندهار کې د وسله والوطالبانو په خلاف پراخ عملیات پیل شي او د اوباما حکومت هیله مند دی په دغو عملیاتو کې په پریکنده پوځي بریالیتوب سره د امریکا په مینځ پړاوه انتخاباتو کې د سیاسي بریالیتوب لپآره خپل چانس زیات کړی . له دې سره سره نښې نښانې ښئ په کندهار کې به دامریکا او ناټو ځواک کامیاب نه شي او له همدا اوسه د باراک اوباما امنیتي ټيم نیّت لري ددغې ناکامۍ مسئولیت د جنرال کریسټل په غاړه واچوي . په داسې حال کې چې جنرال کریسټل هم باوري دی چې له ټولو پوځي ،وسله والو او سیاسي ملاتړونو او ضرورتونو پرته به د افغانستان په جنوب کې پر طالبانو د بشپړ غلبې چانس ډير کم وي

په افغانستان کی دامریکایی قواو نوی عمومی قوماندان ټاکل شوی دی خو دامریکا اوسنی پوځی استراتیژی به په خپل حال پاتی وی. که څه هم چه دجنرال مک کرئیسټل لری کیدل یو حیرانوونکی بدلون ؤ مگر په افغانستان کی دنوي قوماندان ډیویډ پیټرس دمقررئ له امله په واشنگټن کی د زیات اطمنان احساس راپیدا شوی دی.

د جنرال سټینلی مک کرئیسټل لری کیدل او دکار نه یی استعفا کول داسی یوه پیښه ده چه د ډیری مودی نه را په دی خوا نه وه لیدل شوی. ځکه چه د ډیرو کلونو نه وروسته دا لومړی وار دی چه دامریکا یو جمهور رئیس یو برحال پوځی قوماندان دخپلی وظیفی نه دجنگ په منځ کی لری کوی. دی پیښی ډیر خلک حیران کړل.

په کال ١٩٥١ میلادی ده غی زمانی جمهور رئیس رئیس هیری ټرومن هم په کوریا کی دامریکایی قواو او متحدینو عمومی قوماندان جنرال ډوگلس مکارتر دخپلی وظیفی نه دکوریا دجنگ په اوج کی لری کړ. خو ددواړو اختلاف نظر د پالیسئ او سیاست په سر راپورته شوی ؤ. مگر دا ځلی دامریکا یو جمهورر یس د بی احترامئ او بی د سیپلنئ له امله یو برحال جنرال دخپلی وظیفی نه لر کوی.

د امریکی دهیریټیج فاونډیشن د تحقیقاتي موسسی غړی میرمن سیلی میکنیمیرا وایی چې جنرال مک کرئیسټل په پوځ د تقریبا یوه افسانوی شخصیت خاوند ؤ خو ډیره سخته اشتباه ورڅخه وشوه او ډیر خراب قضاوت یی وکړ او ځان یی متاسفانه چه دناوړه پیښی سره مخامخ کړ

مگر مییکنیمیرا وایی کومه استراتیژی چه هغه په افغانستان کی وضع کړی ده په خپل حال به پاتی وی. دپالیسئ په  سره یی دجمهور رئیس سره څه اختلاف نه لره

ساتراتیژی به یی پاتی وی زما فکر کوم چه جنرال ډیوډ پیټرس خپل خاص سبک او روش لری خو د استعداد په لحاظ ددی جوگه دی چه خپل کار په ښه شان سر ته ورسوی.

په واشنگټن کی کارپوهانو او سیاست مدارانو بیل بیل عکسالعملونه وښودل خو زیاتره یی دمک کرئیسټل په ځای دجنرال پیټرس مقررئ ډیر حیران کړی دي. ځکه چه دتیرو څو هفتو نه په افغانستان کی دامریکا په موجوده پالیسئ باند له هری خوا انتقادونه کیدل او دا شکایت کیده چه دتوقعاتو برخلاف ډیر کم پرمختگ دافغانستان په جنوب کی ترواسه پوری شوی دی.

یو شکایت دا ؤ چه دملکی خلکو داحتمالی تلفاتو له ویری امریکایی قواو ته اجازه نه ورکول کیده چه په طالبانو باندی په ډیرو ځایونو کی حملی وکړی. بل مهم شکایت دا موجود دی چه دابادئ پروژی سر ته و نه رسیدلی او نه دامنیت دساتلو په خاطر دافغانستان امنیتی قواو لکه څرنگه چه لازم ؤ وروزل شی او نه په افغانستان کی اداری فساد او رشوت خوری ظڅوه شوه

خو جنرا لمک کرئیسټل یو هغو څو محدودو امریکایی قوماندانانو او مامورانو په جمله کی ؤ چه دجمهور رئیس حامد کرزي سره یی نژدی اړیی لرلی او په ښه شان یی وکولی شول چه دافغانی مشرانو سره په ډیره مشکلو حالاتو کی هم ښه گزاره وکړی.او همدا وجه وه چه کرزي هم ددغه امریکا جنرال کلک تاید او ملاتړ کاوه.

دافغانستان دکورنیو چارو یو پخوانی وزیر غلی احمد جلالی وایی:

جنرال مک کرئیسټل دافغانی مشرانو سره دډیر نژدی نه شناخت لره او په واقعیعت کی خو جمهور رئیس کرزی په دی نظر ؤ چه نوموړی جنرال د افغانستان دوضع په نزاکت باندی ښه پوهیږی او دافغانستان رواج او کلتور هم ورته ښه معلوم ؤ.

کله چه په افغانستان کی دناتو دقواو دعمومی قوماندان پ توگه وټاکل شو نو ښاغلی کرزی ډیر خوشحاله شو. مک کرئیسټل یو لړ مهم اقدامات وکړل. دجنگ په وخت یی دملکی خلکو دتلفاتو دکمولو لپاره ډیر کوښښ وکړ او هم یی زیار ایسته چه دشپی له خوا نیمه شپه دخلکو په کورونو باندی دعسکرو دورننوتلو پیښی کمی شی. خو بیا هم جنرال ډیویډ پیټرس به هم دافغانی مشرانو سره حسنه روابط وساتی ځکه چه ډیر یو هوښیار او زیرک جنرال دی.

د هیریټیج فاونډیشن غړی میکنیمیرا یوار بیا داسی وایی:

زه په دی اړه هیڅ شک او شبهه نه لرم چه پیټرس به په افغانستان کی خپله ښه کارکردگی وښیی .عسکر یی ډیر احترام ساتی او یقن یی په خبرو باندی کوی. میرمن سیلی میکنیمیرا په پای کی خبرداری ورکوی چه مونږ باید وگورو که څه هم چه مشکلات ډیر دي خو باور لرم چه د موجوده استراتیژی به کامیابه شی ،په افغانستان کی به امنیت ښه شی او دخلکو ژوند به ارام شی.

خو بیا دجنرال پیټرس دمقررئ باوجود په واشنگټن کی ددغی ستراتیژئ په اړه زیات باور او اعتماد نه لیدل کیږی

فیننشل ټایمز ورځپاڼې، چې په لندن کې خپرېږي،د نامتو پاکستاني شناند احمدرشید په قلم یوه مقاله خپره کړې .احمدرشید په دې لیکنه کې وايي هغه وخت رارسېدلی چې لوېدیځوال د افغانستان په باب پرخپلې ستراتیژۍ بیا کتنه وکړي.:

احمدرشید وايي په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان په توګه د جنرال سټنلي مک کرسټل له لیری کیدو وروسته باید په افغانستان کې پر پوځي ستراتیژۍ بیا غور وشي.په عین وخت کې د ولسمشربارک اوباما د حکومت چارواکي له خپلو متحدانو سره زیات یووالی وښيي اوخپلې هلې ځلې پراخې کړي

احمدرشید همداراز لیکي جنرال پیترایوس په داسي حساس وخت کې په افغانستان کې د نړیوالوځواکونو عمومي قومندان ټاکل شوی چې د افغانستان بحران سبب کېږي چې د یوې متحدې یا یولاس هراړخیزې بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې د لوېدیځ وړتیا اغیز منه شي

احمدرشید د کرزي د حکومت د کمزورتیاوو او نیمګړتیاوو له یادونې وروسته وايي چې د اوباما د ټیم ناموثریت لږپه ډاګه شوی ځکه چې دوی داسي کسان ګوماري چې په سیمه کې د امریکا د پالیسۍ په باب پرېکړه کوي خو د هغې په باب مالومات نه لري

لیکوال وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له خاص استازي ریچارد هولبروک سره په پاکستان او کابل کې د امریکا د سفیرانواختلاف ته اشاره کوي او وايي چې په پینتاګون کې هم د افغانستان او پاکستان د ملکي مشرانوپه باب د پالیسۍ پرسرد جنرالانو ترمنځ اختلاف دی.

د احمدرشید په ادعا د امریکايي جنرلانو ترمنځ د اختلاف ترټولو مهمه موضوع له افغانستانه د ۲۰۱۱ کال په جولای کې د امریکايي ځواکونو د تدریجي ایستلود وخت د ټاکنې پرسر ده.احمد رشید وایی یوه جنرال ماته وویل چی له سخت دریځو سره دجګړی لپاره ځوک وخت نه شی ټا کلي.

روسي چارواکي وايي له خپلې دندې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د لوى قومندان جنرال مک کرېسټال ګوښه کیدل د افغانستان جګړه کې د ناټو ټولنې د ناهمغږۍ بیلګه ده
ويکتور اېوانوف چې په روسيه کې د نیشه يي توکيو پروړاندې د مبارزې د لويې ادارې رېس دى او ډېرکله د افغانستان په اړه د خپل حکومت نظر څرګندوي،په يوه مرکه کې دغه راز د دې نظر د ښودلو ترڅنګ د ده په اند همدا ناهمغږي روسيې او نورو هیو ادونو ته د افغانستان د نيشه يي توکيو د رسیدو لامل ګڼلى
د مک کرېسټال پر ګوښه کېدو يو شمیر خپلواکو شنونکو هم ورته تبصرې کړي خو روسيه لومړى هېواد دى چې په ښکاره دا ګوښه کیدل د ناټو د داخلي اختلافاتو له امله ګڼي،پای


June 27th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات